په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښتونو په لړ کې د هینجې کښت هم مخ په پراخېدو دی.
کروندګر وایي د هینجې حاصلات په نړیوال او سیمیز بازار کې د پام وړ مارکېټ لري چې د کروندګرو اقتصاد ورباندې جوړیدای شي.
د کندهار ولایت اوسیدونکي حاجي حیات الله پر خپله ځمکه د هینجې کښت ته تیاری نیسي، دی وایې د هینجې نیالګي د منځنۍ اسیا هیوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان څخه واردیږي چې د کیفیت په لحاظ هم ښه شهرت لري.
حاجي حیات الله زیاتوي چې د ښه کیفیت نهال ښه حاصل ورکوي او په مارکېټ کې هم په ښه بیه پلورل کیږي.
هغه وویل:" دلته مو هینجه کرلي ده. د هینجې کښت ښه دی، دوی میاشتي کیږي چي موږ ځمکي ته جووی وهلي دي. اوس نهال ور اچوو."
حاجي حیات الله وایي هینجه د کوکنارو تر ټولو ښه بدیل کیدای شی. د هینجې مالي ګټه لوړه ده او زیاتوي چې ښه مارکېټ هم لري.
هغه زیاته کړه:" د هینجې کښت ښه حاصل ورکوي او ښه مارکیټ هم لري په دي نهالونو کي څو رقمه دي چي سږ کال يي مارکیټ کي د یو کیلو تر ١٦ زره افغانیو پوري فروش درلودی."
د هینجې کښت د افغانستان په شمالي ولایتونو تر ډیره بریده د کروندګرو په منځ کې تقریباً عام شوی خو اوس د هینجې د کښت ترویجېدو لړۍ جنوبي او جنوب غربي ولایتونو ته هم مخ په غځېدو ده.