په ننګرهار کې د حاصلاتو پلورلو لپاره د بازارموندنې غوښتنه 

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د کرمو یو شمېر کروندګر وايي، چې د حاصلاتو د پلور لپاره مناسب بازار نه لري او  سربېره پر دې له ګڼ شمېر ستونزو سره هم مخ دي.

د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ د نارنج باغ په سیمه کې محمد داود په دوه جریبه ځمکه باندې کرم کرلي دي او وايي، دا ځمکه يې په دهقانۍ نیولې ده.

هغه وايي، حاصلات يې ښه دي، خو د کرمو د پلور لپاره لکه د نورو سبزیجاتو په څېر مارکیټ نشته چې دوی يې اندېښمن کړي دي.

محمد داود له امریکاغږ سره په خبرو کې وویل:”که تجار راشي او ورسره ریټ کې جوړ شو همدلته پټي کې يې ټول خرڅوو، بازار ته يې هم وړو خو دا اوس خبرېږم چې یو پاکټ کرم په ۲۵ افغانۍ دي، مونږ غوښتنه کوو چې دې لپاره مارکیټونه جوړ شي“.

نوموړی همدا راز وايي، د سبزیجاتو لپاره د مارکیټ نه شتون سربېره باید سړې خونې جوړې شي چې کروندګر پکې حاصلات وساتلی شي.

دی وايي، بله لویه مسئله د اوبو ده، چې په خبره يې یوازې درې میاشتې ښې پریمانه اوبه لري، مګر تر هغې وروسته يې بیا فصلونه له تندې وچېږي.

هغه وايي: ”زمونږ د حکومت نه هیله ده چې مونږ ته اصلاح شوي تخمونه راکړي، دا تخمونه مو له بازاره اخیستي، دوا له بازاره اخلو هغه کیفیت يې معلوم نه وي، که لږه ګټه کوي نو ډېر تاوانونه او امراض فصلونو ته پېدا کوي“.

د هغه د معلوماتو له مخې، چې د کرمو فصل د نورو هغو په پرتله ښه وي، که ښه خواري ورسره وشي نو تر ۷۰۰ یا ۸۰۰ منو پورې حاصلات ورکوي او کروندګرو يې هم ګټه ډېره وي.