د کوکنارو له کرکېلې سره مو اقتصاد ښه وو – د ننګرهار ځینې کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر وايي، کلونه وړاندې يې چې کوکنار کرل نو اقتصاد يې ور سره ښه وو، خو اوس چې د کوکنار کښت بند دی او دوی نورو بدیل کښتونو ته مخه کړې، اقتصاد یې ورسره کمزوری شوی ځکه د بدیلو کښتونو مارکیټونه هغسې ګټور نه دي.

د دې ولایت سره رود ولسوالۍ ډنډ برکت خان په سیمه کې د عالم خان په نوم یو سپن ږیري کروندګر وايي، چې ان د ډاکټر نجیب الله له وختونو راهیسې دهقاني کوي.

دی وايي، پخوا چې د کوکنارو کرکیله ازاده وه نو د دوی اقتصاد ښه برابر و او د ژوند ټولې اړتیاوې يې برابرېدلي، خو په خبره يې چې اوس سبزیجات کري خو ډېر کله يې فصلونه د مارکیټ نه شتون له امله د څارویو د خوراک شي.

عالم خان وايي: ”له ډېر پخوا راهیسې مونږ همدا دهقاني کوو او پخوا چې د کوکنارو په اړه چا څه نه ویلي او مونږ کرل نو ښه ساعت مو پکې تېر و، اوس چې بند دي له یوې ورځې بلې ته حیرانېږو، پخوا موسسات و مونږ سره يې مرستې کولې مګر اوس هغه هم نشته“.

دی وايي، اوس يې پالک کرلي چې هیله لري ښه عواید به ورته وکړي. د هغه په خبره چې که بازار پرې ښه راشي نو یو جریب پالک تر ۷۰ زره افغانیو پورې کوي.

د عالم خان په وینا که بازار خراب وي نو بیا د څارویو د خوراک وي چې ځمکې ترې د بل فصل لپاره اوزګارې کړي.

هغه وايي، هیڅ مرستې تر اوسه ورسره نه دي شوي او سرې او تخمونه له بازاره په لوړو قیمتونو اخلي، ډېر کله يې کیفیت خراب وي نو فصلونه يې حاصل نه کوي.

دی وايي:”مونږ له موسساتو غوښتنه کوو چې مونږ ته سرې او تخمونه را کړي او بل ډیمونه او بندونه راته جوړ کړي، دلته د مني په موسم کې اوبه وي او چې اوړی شي بیا ټول فصلونه سوځېږي او دهقانان کرار ناست وي، اجارې هم پرې راځي“.

سره رود د ننګرهار یوه هغو ولسوالیو وه چې آن د تېر جمهوري نظام پرمهال هم پکې په ګڼ شمېر سیمو کې کوکنار کرل کېدل.

د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ د لومړي کال را وروسته چې دغې ډلې کوکنار بند کړي دي، کروندګر د کوکنارو پر ځای د سبزیجاتو کر کیلې ته مخه کړې ده.