په جنوب غربي ولایتونو کې زیات غنم کرل شوي- بزګر

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې مارکېټ کې د غنمو تقاضا لوړه ده ځکه خو کروندګرو هم د خپلې ګټې لپاره سږکال د غنمو کښت زیات کړی دی. 


د افغانستان د نورو سیمو په پرتله د هلمند او کندهار په ګډون د جنوب غربي ولایتونو په یو شمېر نورو سیمو کې د غنمو کښت مخکې حاصل ته رسیږي.

په کندهار کې د غنمو کروندګر وایې چې د جنوب غربي ولایتونو زیاتره سیمي د غنمو د کښت له پاره ښې مساعده دي او

حاصل هم ښه ور کوي.

د ارغستان ولسوالۍ یو بزګر، محمد حسن د غنمو دغو حاصلاتو په اړه وایي چې ”دلته اوس غنمو کرو غنم بیا پر خپل وخت اوبه کیدل غواړي دې، ځمکې ته موږ تور کیمیاوي کوډ نه ورکوو ځکه دا ځمکه تور کوډ ته اړتیا نلري یو ځای ځای ورته اړتیا شي ځکه دا ځمکه ګرمه ده خپله غنم وده کوي“.

نوموړي وايي چي د تریاکو پر کښت له بندیز څخه وروسته زیاتره کرونده ګر اوس د غنمو او نورو کښتونو ته مخه کړې کوي.

هغه زیاته کړه: ”مخکي زموږ پر دي ځمکه تریاک (کوکنار) کرلي وو چي کله بند شول بیا مو غنمو کرلو ته مخه کړه دا څو کاله کیږي چي غنم کرو او ښه حاصل ورکوي“.

کروندګر وایي چې د نباتي‌ ناروغيو زیاتوالی یوه بله ستونزه ده چې هر کال زراعت ته لوی زیان رسوي او په مارکېټ کې د موجودو نباتي درملو کیفیت د دوی د قناعت وړ ندی.