په بلخ کې سږ کال د ګلپیانو حاصلات زیات شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې کروندګر وايي، که څه هم سږ کال د ګلپیانو کښت یو څه مرضونو کړي دي، خو بیا یې هم حاصلات زیات دي او په بازار کې یې د خرڅلاو بیې هم ښې شوې دي. د دغه ولسوالۍ یو کروندګر حفیظ الله وايي، چې سږ کال ګلپیان په بازار کې په ښه بیه خرڅوي او حاصلات یې هم زیات شوي دي.

هغه وویل: "حاصلاتو کې سږ کال ښه دي. مرضونه هم زیات و. خو اوس یې حاصلات په بازار کې په ښه بیه خرڅېږي.‌ یو ګلپی په ۳۰ افغانۍ خرڅوو. "

دغه کروندګر زیاتوي چې د نورو کالونو په پرتلې یې د حاصلاتو خرڅلاو زیات شوی،‌ او هیله من دي چې ښه ګټه به ترې لاسته راوړي.

بلخ یو له هغو ولایتونو څخه دی پخوا په کې کوکنار کرل کېدل، خو د طالبانو لخوا بندیز وروسته دلته د کوکنارو کښت بند شوی او کروندګرو نورو بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده.