د دغه ولایت یو بڼوال، خان محمد، وایي چې پر خپلې ۱۵ جریبه ځمکه یې د انځرو ۸۴۰ بوټي کښېنولي دي، چې اوس حاصل ته رسېدلي دي. د هغه په خبره، د انځرو ونې په دریم کال حاصل ته رسیږي او د هر کال په تېرېدو سره یې په حاصلاتو کې زیاتوالی راځي.
سږکال په کورني مارکېټ کې یو کیلو اعلی انځر په زر افغانۍ پلورل کیږي. د کروندګرو په وینا، انځر د کوکنارو لپاره ښه بدیل کیدای شي. د هند او پاکستان په ګډون متحده عرب امارات او ځینې نور هېوادونه د کندهار د انځرو لپاره غوره مارکېټونه دي، چې هر کال زرګونه ټنه انځر له افغانستان څخه دغو هېوادونو ته صادریږي.