له کندهار څخه بهر ته د انارو صادرات

Your browser doesn’t support HTML5

په تېرو څو اوونیو کې له کندهار ولایت څخه څه باندې نهه زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي. د کندهار د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، دغه انار د هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو بازارونو ته صادر شوي دي.

بلخوا د کندهار بڼوال وایي چې سږ کال د انارو باغونو ښه حاصل ورکړی، خو د تازه میوو سوداګر شکایت کوي چې د پاکستان له لوري، چې د انارو لپاره یو لنډ او عملي مارکېټ ګڼل کېږي، لوړې ګمرکي محصولاتو افغان سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.