په ننګرهار ولایت کې یو شمېر کروندګر د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي او د زیاتو لګښتونو له امله اندیښمن دي. د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند د قاسم اباد سیمې یو کروندګر، محمد ادریس، وایي چې په یونیم جریب ځمکه یې ګندنه کرلې، خو د پلور لپاره بازار ته وړل شوي محصولات یې ان د لګښتونو جبران هم نه کوي. دی وایي: "بازار ته مې ګندنه وړې وه، چې ۱۲۰۰ افغانۍ پرې د مزدور راغلې وې خو په ۷۰۰ افغانۍ مو خرڅه کړه."
کروندګر شکایت کوي چې نه یوازې د سبزیو بازارونه خراب دي، بلکې د ښاروالۍ او نورو ادارو لګښتونه یې هم زیات دي. دوی همدارنګه شکایت کوي، چې د مرستو وېش د واسطو او پېژندګلوۍ پر اساس کېږي او مستحقو کروندګرو ته نه رسېږي.