په کندز کې کروندګر د سبزيو له ټیټو بیو شکایت کوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندز کې کروندګر وایي چې د ژمي د سبزیو، لکه ټیپر او ګازرو حاصلات سږ کال ښه شوي، خو په بازار کې یې بیې ټیټې شوې دي، چې د دې له امله خپل کړي لګښتونه نه شي پوره کولای.

د کندز ښار یو کروندګر، میراحمد چې په دوه جریبه ځمکه یې ټیپر کرلي دي، وایي چې حاصلات یې ښه شوي، خو د بیو له ټیټوالي شکایت لري. هغه وایي: "من ټیپر په شل افغانۍ خرڅوو. حاصلات ښه دي، خو بازار نشته چې موږ یې په مناسبه بیه وپلورو او خپل لګښت پوره کړو."

دغه کروندګر د خپلو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار غوښتنه کوي.