د نوموړي په خبره، په کندهار کې د نباتي امراضو د تشخیص لپاره لابراتوار ته د دوی لاسرسی نشته او له بلې خوا د با کیفیته درملو کمښت په ازاد بازار کې د دوی ستونزې لا زیاتې کړي دي. علي احمد وایي د مني په موسم کې یې په خپله ځمکه کې پالک کرلي دي چې اوس یې د حاصل وخت دی. دی زیاتوي چې پر خپل کښت یې زیاته خواري کړې خو هغه مالي ګټه چې ده یې طمع لرله، نشي ورڅخه تر لاسه کولای. هغه وویل: "موږ دخپل کښت سره زیاته خواري کړي ده کله چې مارکیټ ته یوسو هلته يي په ارزانه قیمت راڅخه اخلي هغه زموږ مصرف نه په پوره کیږي."
کروندګر وایي چې کندهار غوره اقلیمي شرایط او د کرنې لپاره پراخه ځمکې لري، خو د نباتي ناروغیو له امله کله ناکله خپل لګښت هم نشي پوره کولای.
د کندهار کروندګر د نباتي ناروغیو له امله له ستونزو سره مخ دي
Your browser doesn’t support HTML5
د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ یو کروندګر، علي احمد وایي چې د نباتي امراضو او افاتو د زیاتوالي له امله د دوی کروندې او حاصلات هر کال سخت زیان ویني. هغه زیاتوي چې د دې ستونزو له امله کروندګر د مالي تاوانونو سره مخ کېږي.