د کورني تاوتریخوالي له امله په نشو اخته شوم – یو روږدی

Your browser doesn’t support HTML5

کورنی تاوتریخوالی یو له هغو لاملونو څخه دی چې له مخې یې په افغانستان کې ډېریو ځوانانو نشو کولو ته مخه کړې ده. ولي امیري هم له دغسې معتادینو څخه یو دی. ولي امیري وایي چې انجینر دی او د څو میاشتو درملنې وروسته اوسمهال د معتادینو لپاره د کابل په اغوش مرکز کې کار کوي.

هغه په نشو د اخته کېدو داستان داسې وايي، چې له واده څلور کاله وروسته یې اړیکې له خپلې مېرمنې سره خراب شول، که څه هم دوه اولادونه درلودل خو وايي داسې حالت هم پرې راغلی چې مرګونه هم د دوی او د خپلوانو ترمنځ یې شوي دي.

انجنیر ولي امیري وايي: ”له ډېرې پریشانۍ مې دې عمل ته مخه کړې چې دا خپله پریشاني پرې هیره کړم“.

ددغه کس په وینا، له نشو وړاندې یې ښه ژوند او نوم درلود،‌ په ساختمانۍ برخه کې لېسانس دی، په دولتي او شخصي اداراتو کې یې دندې کړي، ځمکې او دهقاني یې لرله،‌کورنۍ او ملګري یې ول خو د نشو له کبله دا هرڅه، او ورسره خپل عزت او روغتیا هم له لاسه ورکړې ده .

دی وایي چې په خپلو کړو پښېمانه دی او ‌غواړي په رخصتېدو خپلو بچو ته وګرځي.

انجنیرولي امیري وايي:”خپلو اولادونو سره ځان یو ځای کوم. بل واده کوم. خپل اولادونه به غیږ کې نیسم“.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د څو لسیزو کورنیو جګړې او ناخوالې ددې لامل شوي دي چې په کورنیو کې د بېلابېلو لاملونو له کبله کورنۍ ستونزې را ولاړې شي او ځوانان د عامه پوهاوي نه لرلو له کبله تل د موقتي خلاصون له پاره نشو ته مخه کوي او خپل او کورنۍ ژوند تباه کوي.