د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې علي رضا بیګدلي یې د افغانستان لپاره خپل نوی سفیر ګمارلی او د افغانستان په چارو کې یې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي موقف ختم کړ.
د ایران د ایرنا خبري اژانس وايي چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یې د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ څلورمه) د خپل نوي سفیر د معرفت په حکم کې ویلي دي: «د افغانستان په چارو کې د ایران د جمهوري ریاست ځانګړی استازی حذف او د پخوا په څېر به د افغانستان په چارو کې ځانګړې استازولي د بهرنیو چارو د وزیر تر نظر لاندې کار کوي.»
تر دې مخکې حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی و.
قمي په ۱۳۸۰ او ۱۳۸۱ کالونو کې په هرات کې د ایران سر کونسل و.
د ایران د ایرنا خبري اژانس وایي چې بیګدلي په ۱۳۴۰ لمریز کال کې زېږېدلی دی او تر دې مخکې یې د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د کونسلي چارو د مرستیال، په اذربایجان، ترکیې او قبرس کې د ایران د سفیر او په قراقستان کې د شارژدافیر په توګه دندې ترسره کړې دي.
ایران د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له ۲۰۲۱ کال راهېسې چې طالبان بیا په افغانستان کې واکمن شوي، له دغې ډلې سره روابط لري او په ایران کې یې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ هم طالبانو ته سپارلي دي.