په کندز کې کروندګر په کال کې دوه فصله پیاز کري

Your browser doesn’t support HTML5

د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ کروندګر وایي چې د کال په دوو فصلونو کې پیاز کري، ځکه دغه محصول ته ډېره اړتیا وي او ګټه یې د نورو کښتونو په پرتله ښه ده. د کروندګرو په وینا، دوی پیاز په مني په موسم او د غبرګولي په میاشتې کې کري. د مني کښت په وری او غويي میاشتې کې حاصل ته رسېږي.

، په داسې حال کې چې د غبرګولي پیاز په تلې میاشت کې حاصل ورکوي.

د عزیز ګل په نوم یو کروندګر، چې د مني د فصل پیازو په کرلو بوخت دی وایي، چې تېر کال یې په لږه ځمکه کې پیاز کرلي وو، خو ښه ګټه یې ترې ترلاسه کړې. نوموړی زیاتوي، چې په درې جریبه ځمکه کې د پیازو کرلو پنځوس زره افغانۍ لګښت کوي. د هغه په خبره، که د بازار نرخونه ښه وي، نو یو جریب یې ټول لګښتونه پوره کوي.

دا پداسې حال کې دی، د کندز کروندګر وايي، چې پدغه ولایت کې د سړو خونو د نشتون او نباتي امراضو له امله د پیازو کښت ډېری وخت زیانمنېږي.