په کندز کې د غنمو کر پیل شوی؛ کروندګر د زیات لګښت او کمې ګټې څخه شکایت کوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندز کې یو شمېر کروندګر، چې د غنمو کرکیله یې پیل کړې ده، وايي چې د کرنې زیات لګښتونه او د غنمو ټیټې بیې هغوی له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.   کروندګر شکایت کوي چې د غنمو په کښت کې لګښتونه د دوی د وس څخه پورته دي، خو بیا هم مجبور دي چې په خپلو ځمکو کښت وکړي.

د کندز ښار یو کروندګر، نجیب‌الله، چې په اته جریبه ځمکه کې یې غنم کرلي دي، وايي چې د کیمیاوي سرو او د ځمکې د قلبه کولو له درکه پرې ډېر زیات مصارف راځي. د هغه په خبره، په اته جریبه ځمکه کې یې ۴۰ منه غنم کرلي او شپږ بوجۍ کیمیاوي سره کارولې ده، چې لګښت یې په یو من غنمو له سل افغانیو پورته تمامیږي. هغه زیاتوي: "ځمکه شاړه نه شم پرېښودلی، له مجبورۍ یې کرم، ځکه د عاید لپاره بله لاره نه لرم."

د کروندګرو په وینا، تېر کال هم د غنمو او نورو غله جاتو په کښت کې د زیاتو مصارفو او د ارزانه بیو له امله ګټه یې کړې نه وه. کروندګر د اړوندو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د غنمو کرنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي، څو د کرنې لپاره د اړتیا وړ وسایل او مواد په مناسب بیه ورکړل شي او د حاصلاتو لپاره بازارونه برابر شي.