د قرغیو ولسوالۍ د عزیزخان کڅ سیمې یو کروندګر، محمد عباس، چې په شاوخوا شپږ بیسوې ځمکه کې ېې بانجان کرلي دي وایي، چې د تمې خلاف د ژمي په موسم کې هم د سبزیو بازارونه خراب دي. هغه وایي: "بانجان ښه حاصل ورکوي، خو ریټونه یې نشته. یو من بانجان په ۲۰ افغانۍ خرڅېږي، خدای خبر چې خپل مصرف به پوره کړي که نه. اوس معلومه نه ده چې ګرانې کېږي که ارزانه. "
نوموړی زیاتوي، د بانجانو د حاصلاتو ښه کېدو په صورت کې، هر چین کې یو لوی موټر بارېږي او له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پاکټو پورې حاصلات ورکوي. خو دغه کروندګر ګیله کوي، چې د سبزیو لپاره مناسب مارکیټ نشته او تر دې دمه د کروندګرو سره هیڅ راز مرستې نه دي شوې.