د ښېوې ولسوالۍ د شادخان سیمې کروندګر شمس الرحمن وایي، چې ځمکه یې په اجاره نیوله او له کلونو راهیسې د نعناع کرکیله کوي. نوموړی وايي، د نعناع بیې دومره ټیټې شوي، چې ۱۰۰ ګېډۍ نعناع په یوازې ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي، چې له دې امله یې د کرکیلې لګښتونه نه پوره کېږي.
نوموړی زیاتوي، د مناسب مارکیټ نه شتون د ټولو کروندګرو لپاره یوه لویه ستونزه ده، چې له کلونو راهیسې دوام لري. کروندګر د حکومت او اړوندو ادارو څخه غواړي، چې د کرنیزو محصولاتو لپاره مناسب مارکیټونه برابر کړي، ترڅو د دوی اقتصادي وضعیت ور سره ښه شي.