په کندهار کې د سنځلو د بڼوالي وده

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې يو شمېر کروندګر چې پخوا به يې کوکنار کرل، اوس د سنځلو د نویو باغونو جوړولو هڅې کوي. دوی وایي که څه هم د سنځلو بڼوالي تر اوسه په زیاته اندازه په کندهار کې مروجه نده، خو د جوړیدلو لړۍ یې پیل شوې ده.

د حاجي نور اغا په نوم ددغه ولایت یو تن کروندګر، چې د سنځلو نوی بڼ یې جوړ کړی، وایې که اوبو لپاره 'چک بندونه' ورته جوړ شي، زیات کسان د دې ډول بڼونو جوړیدو ته لېوال دي. نوموړي همدارنګه له حکومته او له مؤسسو څخه د اوبو د کوچنېو بندونو د جوړیدو او د اصلاح شويو تخمونو غوښتنه کوي تر څو بڼوال او کروندګر د کوکنارو مناسب بدیل ته لاس رسی پیداکړي.

سنځلې نه يوازې د وچې مېوې په توګه کارېږي، بلکې د غوړیو په توليد، د عطرو جوړولو او په يوناني درملو کې هم ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.