د ګوړې تولید ته د ښه مارکیټ اړتیا ده - د ننګرهار ګاڼۍ لرونکي

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د ګوړې یو شمېر ګاڼۍ لروونکي وايي، که له پاکستان څخه د ګوړې واردات بند شي نو په کور دننه ګوړې ته به د ښه مارکیټ زمینه برابره شي. د دې ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی، شریف الله چې له څلورو کالو راهیسې د ګوړې ګاڼۍ لري وايي، کار يې ښه دی او خلک هم وطني ګوړه خوښوي.

هغه امریکاغږ ته وویل، که له پاکستان څخه د ګوړې واردات بند شي او یا پرې لوړ مالیه وضع شي، نو د دوی تولید ګوړې ته به مناسب مارکیټ پېدا شي.

دی وايي، د ګوړې په دې کار روزګار کې ورسره تر ۱۵ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په ۲۴ ساعتونو کې تر ۸۰ منو پورې ګوړه تولېدوي. د هغه په خبره، چې د کامې ګوړه ډېره مشهوره ده او ان خلک يې په ډالیو کې تر امریکا، اروپا او کاناډا پورې لېږدوي.
کامه او ورڅېرمه ولسوالۍ د ګنیو د حاصلاتو له پلوه هر کال د پام وړ وي، خو د کروندګرو او د ګاڼې لروونکو لویه ستونزه يې د حاصلاتو او تولېداتو لپاره د مناسب مارکیټ نه شتون یادېږي.