کابل کې د شنو خونو دودېدل

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل ولایت کې د شنو خونو دودېدل ورځ تر بلې زیاتېږي چې دې کار د کروندګرو په اقتصاد کې مهم رول لوبولی او هغه څه چې په شنو خونو کې کرل کیږي په اوس وخت کې د کال ۱۲ میاشتې یې حاصل د کابل په بازارونو کې پیدا کیږي. د بزګرانو په وینا د ازاد فصل په پرتله له شنو خونو لس ځلې ډېره او دوامداره ګټه ترلاسه کوي.

د کابل د ده سبز ولسوالۍ کې د امام ګل په نوم پانګوال نږدې د لس میلیون افغانیو په ارزښت په شنو خونو پانګونه کړې ده او اوسمهال ۵۰ شنې خونې لري. امام ګل امریکا غږ ته وویل، د شنو خونو د جوړېدو مشوره یوه بهرني ورکړې وه چې په لومړیو کې دومره لګښت ته او دا چې ګټه به وکړي او که نه زړه نا زړه وو. دی وايي اوس خوښ دی چې د شنو خونو حاصل کوم فصل پورې اړه نه لري او ۱۲ میاشتې حاصل ورکوي.

دده په خبره، دې شنو خونو کې یې توربانجان، دومله مرچ، شین مرچ او بادرنګ کرلي دي او هم ورسره تر ۴۰ پورې کاریګر په کار بوخت دي او هم ترې خپله ښه ګټه ترلاسه کوي. امام ګل په کابل کې د یوې شنې خونې مالک دی. هغه وايي: "یوه ګټه یې دا هم ده، چې اوبه لږې غواړي."

امام ګل له خلکو غواړي چې زحمت وباسي او شاړې ابادې کړي او شنې خونې جوړې کړي، ځکه دوامداره ګټه لري او هم ښه بازار لري. نوموړی له مسوولینو هم غواړي چې د دوی د زحمتونو قدرداني وکړي او د درملو په برابرولو کې ورسره مرستې وکړي، ځکه لګښت یې زیات دی چې نور هم تشویق شي او هم وطن په شنو خونو او وطني محصولاتو اباد شي.