په کندز کې د غواګانو د معیاري فارمونو جوړول

Your browser doesn’t support HTML5

په کندز کې یو شمېر کروندګرو، چې پخوا په خپلو کروندو کې په کښتونو بوخت وو، اوس د غواګانو فارمونو جوړولو ته مخه کړې ده. د چهاردرې ولسوالۍ یو اوسېدونکی، محمد نبي، چې پدې وروستیو کې یې د ۳۰ غواګانو یو فارم جوړ کړی وايي، که څه هم د فارم جوړولو لګښتونه زیات دي، خو ګټه یې له زراعتي کښتونو څخه زیاته ده.

نوموړی زیاتوي، چې په خپل فارم کې درې ډوله غواګانې ساتي او تر اوسه یې ښه عاید ترلاسه کړی دی. دا پداسې حال کې دی، چې پخوا په کندز کې غواګانې په دودیزه بڼه ساتل کېدلې، خو اوس یو شمېر خلکو معیاري فارمونه جوړ کړي دي او په دوامداره توګه د خپلو فارمونو څارنه کوي.