په کندز کې د جوارو حاصلات د نباتي مرضونو له امله زیانمن شوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندز کې کروندګر شکایت کوي چې سږ کال د جوارو حاصلات د نباتي مرضونو او چینجیو له امله سخت زیان لیدلی دی.ددغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو کروندګر، محمدالله، چې په څلور جریبه ځمکه کې یې جوار کرلي دي، وايي چې د سږ کال حاصلات یې د تېر کال د حاصلاتو په نیمه هم نه دي پوره شوي او مصارف یې نه شي پوره کولای.

دغه کروندګر وايي، چې کښت یې د پروسږکال په پرتلې نیم حاصل هم نه ورکوي‌ او زیاتوي چې په بازار کې یې بیې هم ښې نه دي،‌ چې په همدې سبب خپل کړي مصارف هم نه شي پوره کولای. دا پداسې حال کې دی چې سږ کال په کندز کې نه یوازې جوار، بلکې نور کښتونه لکه مۍ او کنځلې هم د نباتي امراضو له امله سخت زیانمن شوي دي. کروندګر شکایت کوي چې په بازار کې با کیفیته نباتي درمل نشته او کوم درمل چې دوی اخلي کښت ته هیڅ ګټه نه کوي.‌