د بې کیفیته کرنیزو توکو په وارداتو د بزګرانو اندېښنې

Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې یو شمېر بزګران او مالداران وایي چې د افغانستان بازارونو ته بې کیفیته توکي واردیږي چې نه یوازې سم حاصل نه ورکوي، بلکې اخیستل یې د دوی له وس څخه لوړ دي. دوی د نباتي تخمونو په برخه کې د جدي کنټرول غوښتنه کوي.

نثار احمد ستانکزی چې په کابل کې د وطني توکو درېم نندارتون لیدو ته راغلې، امریکا غږ ته وویل، چې د غواګانو فارم لرم او دلته یې د کونجاړې په شمول چې پکار یې ده ډېر هغه توکي لیدلي چې د هقانۍ په درد خوري او باید استفاده ترې وکړي. نوموړی وویل: " ما پدې نندارتون کې ډېر شیان پیدا کړل. دلته مختلف ډوله تخمونه پيدا کیږي. "

عبدالمبین بیا وایي، داسې نندارتونونو ته باید ښه اصلاح شوي تخمونه راوړل شي او له مسوولینو یې وغوښتل چې بزګرانو ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه په بازار کې ډېر بې کیفیته او قیمتي تخمونه او په ځانګړې توګه زراعتي دواګانې پلورل کیږي چې له امله یې دوی سم فصل او ګټه نشي ترلاسه کولی.

که څه هم افغانستان کې بزګران بیوزله قشر دی او له ترویج شویو تخمونو پرته له نویو تخمونو سره ډېره بلدتیا نلري، خو د نباتي تخمونو سوداګر بیا وایي چې د اصلاح شویو نویو تخمونو هېڅ دانه نه ضایع کیږي او هره یوه یې فصل ورکوي چې بزګرانو ته ډېره ګټه رسوي او باید ورسره اشنا شي.