طالبان: په لوګر کې د معتادینو شمېر صفر ته رسېدلی

Your browser doesn’t support HTML5

په لوګر کې د طالبانو امنیتي مسئولین ادعا کوي چې واک ته د دوی له رسېدو راپدېخوا په دغه ولایت کې د معتادینو شمېر صفر ته راټیټ شوی، خو ددې ولایت اوسیدونکي بیا وایي چې د معتادینو شمېر د پخوا په پرتله کم شوی خو صفر شوی ندی.

ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد الله انس امریکا غږ سره خبرو کې وویل، چې تر ۲۵۰۰ پورې ټول هغه معتادین یې نیولي او درملنې ته لېږلي چې دې ولایت کې په نشو اخته وو. د هغه په خبره، اوسمهال لوګر کې د معتادینو د راټولېدو یا نشو ځای شتون نلري او هغه معتادین چې له بهرنیو هېوادونو لوګر ته راځي هغه هم د دوی د تعقیب لاندې دي چې نیسې یې او صحي مرکزونو ته یې معرفي کوي.

خو بل لورته د لوګر ځېنې اوسیدونکي بیا وايي، اوس په لوګر کې د پخوا په پرتله معتادین کم شوي خو لاهم شته چې راټولولو او درملنې ته اړتیا لري. د لوګر اوسېدونکی محمد فهیم وايي: "څه نا څه شته خو باید ټول راټول شي."

د یادونې وړ ده په افغانستان کې د میلیونونو په شمېر لاهم معتادین شتون لري چې د نشه ای توکو د قاچاق او کښت اخوا د معتادینو راټولونه او درملنه نه یواځې ډېر وخت بلکې ډېر لګښت ته هم اړتیا لري.