د کندهار بڼوال سږکال د ابجوش ممیزو زیاتې ګټې ته په تمه دي

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار ابجوش ممیز چې ددې ولایت د انارو په څېر په سیمه ایزه او نړیواله کچه شهرت لري، تولیدونکي یې وایي چې د دې ممیزو لپاره مناسبه بازار موندنه اړینه ده. د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالخالق وایي، چې د ابجوش جوړولو فصل د دوی لپاره د خوښۍ موسم وي، ځکه چې دا بهیر د یوې مېلې فضا رامنځته کوي.

عبدالخالق زیاتوي، سره له دې چې د کندهار د ابجوشو مارکېټ او بیه په دودیز ډول ښه دي، خو دوی سږکال د زیاتې ګټې تمه لري.