په کندهار کې د ژمي د موسم کرکېلې پیل شوې

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې کروندګر وایي چې سږ کال پدغه ولایت کې اوبه ډیرې دي او له همدې امله یې د ژمي د کښتونو کرکېلې له اوسه پیل کړې دي. د حمیدالله په نوم د دغه ولایت یو کروندګر وايي، چې د پیازو د کښت لپاره یې دوه جریبه ځمکه په اجاره نیولې او اوس غواړي چې د ژمي لپاره په کې پیاز وکري.

هغه زیاته کړه: "دوه جریبه ځمکه مې اجاره کړې ده او اوس د ژمي پیازو کښت ته ځمکه برابرم.
" نوموړی له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې له افغان کروندګرو سره د اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو آفتونو په مخنیوي او کیمیاوي سرو په برابرولو کې مرسته وکړي، څو افغان کروندګر وکولای شي خپل اقتصاد د کوکنارو پرته تقویه کړي.