په کندهار کې د نباتي آفتونو له امله د غنمو حاصلات کم شوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو شمېر کروندګر وايي چې سږ کال د نباتي آفتونو له امله د غنمو حاصلات نه یوازې کم او بې ګټې وو، بلکې له خپلو ځمکو څخه یې هیڅ ګټه هم نه ده ترلاسه کړې. دغه کروندګر وايي، چې اوس یې د جوارو او ریحانو فصلونو ته مخه کړې او تمه لري چې د دې فصلونو حاصلات به ښه وي.

شیرعلي، چې د کندهار ولایت اوسیدونکی دی، په خپله ځمکه کې د کال دویم فصل کرلی او هیله مند دی چې دا کښت به یې خپل لګښت او ګټه دواړه پوره کړي. هغه وویل: "سږ کال غنم د کار نه وو. څومره تمه مو ورته لرله، هغسې یې حاصل ورنه کړ. اوس مو ریحان او جواري کرلي او تمه لرو چې ښه حاصل به ورکړي."