د هند د بهرنیو چارو وزیر په کم‌ساري سفر پاکستان ته تللی

پاکستاني چارواکو د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیم جی‌شنکر ته اسلام اباد ته څېرمه په یو پوځي هوايي ډګر کې ښه راغلاست ووایه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیم جی‌شنکر، سه شنبې اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۴) د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی دی.

د پاکستان د دولتي تلویزیون (پي ټي وي) وښودله چې جی‌شنکر ته د پاکستاني چارواکو لخوا اسلام اباد ته څېرمه په یو پوځي هوايي ډګر کې ښه راغلاست ویل کیږي. دا په نږدې یوه لسیزه کې د نوي ډیلي لومړی لوړ پوړی ډیپلوماټ دی چې پاکستان ته سفر کوي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د چین صدراعظم لي چیانګ او ورسره مل پلاوی تېره ورځ اسلام اباد ته ورسېد. ددغه سرمشریزې په مناسبت په اسلام اباد او راولپنډۍ کې ځانګړي امنیتي ترتیبات نیول شوي او درې ورځې رخصتي اعلان شوې ده.

دا مطلب هم ولولئ پاکستان په اسلام اباد کې د شانګهای سرمشریزې پرمهال درې ورځې رخصتي اعلان کړې

د اټومي وسلو لرونکي‌ هند او پاکستان د اوږدې مودې راهیسې له یو بل سره دښمني پالي او ترمنځ یې سیاسي کړکیچونه روان دي. په ۱۹۴۷ کې د هند د نیمې وچې له وېشل کېدو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ درې جنګونه او پر ګډې پولې باندې یو شمېر نښتې شوي دي.

د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په ځانګړي ډول د ۲۰۱۹ کې وروسته له هغه نورې هم خرابې شوې، کله چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر محدوده خپلواکي لغوه کړه.

د همالیا د غرونو دا سیمه د هند او پاکستان تر منځ ویشل شوې ده، خو دواړه هېوادونه د ټول کشمیر د ملکیت ادعا کوي، او پر یو بل په دغه سیمه کې د اورپکو د هڅولو او ملاتړ تورونه لګوي.

د مودي د ۲۰۱۹ اقدام په ټول هند کې ونمانځل شو خو له کبله یې پاکستان له هند سره دوه اړخیز تجارت وځنډاوه او له نوي ډیلي سره یې ډیپلوماټیکې اړیکې محدودې کړې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال په روانه میاشت کې وویل چې پاکستان ته د جی‌شنکر د سفر یوازنۍ موخه د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون دی چې ټاکل شوې په دغه غونډه کې د سوداګرۍ، بشري او ټولنیزو مسلو په اړه بحث وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د یکشنبې په ورځ وویل: "د هند د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزې ناستې غوښتنه نه ده کړې او نه هم موږ دوی ته بلنه ورکړې ده."

پاکستان لیوال دی چې په پلازمینه اسلام اباد کې د مدني ناکراریو او په وروستیو اونیو کې ددغه هېواد په نورو برخو کې د اورپکو د بریدونو سره سره د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډې په ترڅ کې په پاکستان کې د ثبات او امنیت انځور وړاندې کړي.

دا مطلب هم ولولئ د پاکستان حکومت د پلازمېنې اسلام اباد د امنيت دنده پوځ ته سپارلې

له دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې سوشما سواراج پاکستان ته سفر کړی و. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان په اړه په یوې سرمشریزې کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللې وه.

مودي هم په هغه کال کې پاکستان ته ناڅاپي سفر وکړ، چې د هغه د واک په لومړۍ دورې کې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدو د لنډمهاله هیلو لامل شو.

شانګهای سازمان د چین او روسیې لخوا رامنځته شوی د ۱۰ هیوادونو بلاک دی چې له لارې یې بیجینګ او مسکو د مرکزي اسیا له هیوادونو سره د خپلو اړیکو د ژورولو او په سیمه کې د نفوذ زیاتولو هڅه کوي.

دواړو هېوادونو پدې وروستیو کې دا سازمان د لویدیځ سره د سیالي د یوې موازنې په توګه معرفي کړی دی.

دا بلاک ادعا کوي چې د نړۍ د ۴۰ سلنې نفوس او ۳۰ سلنې د سړي سر عوایدو استازیتوب کوي خو غړي یې مختلف سیاسي سیسټمونه او حتی د یو بل سره ښکاره اختلافات لري.

دا مطلب هم ولولئ د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ

د پاکستان پخوانی د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري تیر کال په کم ساري سفر د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته تللی و او په ترڅ کې یې له خپل هندي سیال جی‌شنکر سره په کتنه کې لفظي شخړه رامنځته شوې وه.

دا له ۲۰۱۶ کال راهیسې هند ته د پاکستان د لوړپوړي ډیپلوماټ لومړنی رسمي سفر و. د ۲۰۱۶ د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له یو بل سره مخامخ کتنه نه وه کړې.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د فرانس پرس اژانس له معلوماتو استفاده شوې ده.