کروندګر د باکیفیته تخمونو او نباتي درملو نشتون د حاصلاتو د کمښت اصلي لامل بولي.
د پداسې حال کې دی چې د طالبانو حکومت لخوا پر کوکنارو د کښت بندیز دوه کاله پوره کېږي او په بلخ کې ډېری کروندګر چې له دې بندیز وروسته یې د غلو کښت ته مخه کړې، وايي چې د نباتي امراضو له امله یې فصلونه زیانمن شوي او خپل کړي لګښتونه نه شي پوره کولای.
په بلخ کې کروندګر د نباتي امراضو له امله د حاصلاتو د کمښت څخه شکایت کوي
Your browser doesn’t support HTML5
د بلخ ولایت یو شمېر کروندګر وايي، چې سږ کال یې د نباتي امراضو له امله له کرل شوو فصلونو نه یوازې ګټه نه ده ترلاسه کړې، بلکې خپل لګښتونه یې هم نه دي پوره کړي. د چمتال ولسوالۍ کروندګر میرحمزه وایي، چې د سږني فصل حاصلات یې ډېر کم دي او حتی د کرکیلې لګښتونه یې هم نه دي پوره کړي.