په مزارشریف کې د سبزیو بیې د خراب اقتصادي وضعیت له امله ټیټې شوې – هټیوال

Your browser doesn’t support HTML5

په مزارشریف کې د سبزیو مارکیټ هټیوال وايي، سږ کال د سبزیو بیې د حاصلاتو د زیاتوالي، د سړو خونو نشتون او د صادراتو د بندېدو له کبله ډېرې ټیټې شوې دي. د هټیوالو په وینا، که څه هم سږ کال په کورني مارکیټ کې د سبزیو حاصلات زیات وو، خو د خلکو خراب اقتصادي وضعیت د سبزیو بازار اغېزمن کړی دی.

د سبزیو یو هټیوال محمد ولي وایي: "سږ کال د سبزیو خرڅلاو کم و، چې له امله یې ډېر زیان کروندګرو ته اوښتی دی." هغه زیاتوي، د سړو خونو نشتون د دې لامل شوی چې حاصلات خراب شي او بیې ټیټې شي. نوموړی ټینګار کوي، که معیاري سړې خونې جوړې شي، د سبزیو حاصلات به ضایع نه شي او بیې به ثابتې پاتې شي.