د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي د کاناډا لپاره لوبې کوي

زاهد شیرازاد د افغانستان د داخلي کرکټ تېز توپ اچوونکی و. دی د نیپال په خلاف د کاناډا په لوبډلې کې ولوبېده.

په کاناډا کې مېشت د افغانستان د کرکټ د ملي او کورنیو سیالیو یو شمېر لوبغاړي د کاناډا ملي لوبډلې ته غوره شوي دي.

د کاناډا د کرکټ بورډ د رسمي فیسبوک پاڼې د معلوماتو په اساس، افغان لوبغاړي زاهد شیرزاد، منیر کاکړ، خیبر عمر، شاهد احمدزی او عرفان د کاناډا «High Performance» لوبډلې ته غوره شوي چې د نیپال د ملي لوبډلې په خلاف لوبې وکړي.

منیر کاکړ د افغانستان د ټست لوبډلې لوبغاړی و، خیبر عمر د تېرې ۱۹ کلنو لوبډلې او شاهد احمدزی او عرفان هم د افغانستان د کورني کرکټ لوبغاړي دي.

زاهد شیرزاد په افغانستان کې په شپږیزه لیګ کې د سپین غر لوبډلې او نورو داخلي لوبډلو کې لوبې کړې دي، دی په ښي لاس تېز توپ اچوونکی دی.

نوموړي امریکا غږ ته وویل چې د کاناډا «High Performance» لوبډله له ملي لوبډلې وروسته د دغه هېواد دویمه لوبډله ده.

افغان لوبغاړی زاهد شیرزاد د کاناډا د لوبډلې له لوبغاړي سره

هغه وویل چې دې لوبډلې ته راتګ لپاره باید تاسو نورو داخلي لوبو کې ښه وځلېږی او «ما په داخلي لوبو کې مسلسلې ښې لوبې وکړې».

زاهد شیرزاد زیاته کړه: «دې کې د کاناډا د ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي هم لوبېږي. اصلي هدف یې د کاناډا ملي لوبډلې ته لوبغاړي پیدا کول دي او په خاص ډول تېز توپ اچوونکي. دلته به ښه لوبغاړي به د کاناډا ملي لوبډلې ته غوره کېږي.»

زاهد شیرزاد، چې د ایران له لارې لاتینې امریکا او بیا کاناډا ته اوږد سفر کړی دی، هیله لري چې یوه ورځ د کاناډا په ملي لوبډلې کې ولوبېږي او «ماته یې ویل شوي دي چې د کاناډا د ملي لوبډلې په اینده سفرونو کې به یم او لوبې به» کوم.

په کاناډا کې د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر نور پخواني لوبغاړي او د کرکټ بورډ ځینې پخواني مسئولین هم شته او کرکټ کوي.

په کاناډا سربېره، په متحدو ایالتونو او ځینو نورو اروپايي هېوادونو کې هم د افغانستان د کرکټ لوبغاړي په لوبو بوخت دي او ځینې یې د ځینو هېوادونو په ملي لوبډلو کې هم لوبېږي.

افغانستان له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهېسې په کرکټ کې ډېرې لاس ته راوړنې لري او په تازه شل اوریز نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې پورې ورسېده.