په کډوالۍ کې د نجونو لپاره د موی تای روزنیزه اکاډمي

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د موی تای مسلکي ورزشکاره نرګس اخلاقي پاکستان ته کډواله شوه او په اسلام‌اباد کې یې د افغان نجونو لپاره د موی تای اکاډمي پرانیسته. نوموړې وايي چې موخه یې په کډوالۍ کې له محرومیت سره مخ نجونو ته د ورزشي مهارتونو زده کړې د زمینې برابرول دي.

د امريکا غږ خبريال شاهين افريدي پدغه ویډیو کې د نرګس اخلاقي ورځنې فعالیتونو انځور کړي دي.‌