په کندهار کې کروندګر د حاصلاتو د ټیټې بیې او مارکیټ له نشتوالي شکایت لري

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار ولایت یو شمېر کروندګر وایي چې د دوی کرنیز محصولات په خورا ټیټه بیه پلورل کیږي او د مارکیټ نشتون یې لویه ستونزه ده. محمد ولي، چې د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي چې اوس یې ټوله تکیه پر کورني مارکیټ ده، خو په خبره یې، کرنیز محصولات یې په ټیټه بیه پلورل کېږي.

نوموړی وايي، چې اوسمهال دوه کیلو شنه مرچ په کورني مارکیټ کې په ۳۰ افغانیو پلورل کېږي، چې حتا د کروندګرو کړي لګښتونه هم نشي پوره کولی. بلخوا د کندهار ولایت کروندګر وایي؛ که چېرې د دوی حاصلات بهرنیو بازارونو ته صادر شي، نو ګټه به یې څو برابره زیاته وي.