د کندز د چهاردرې ولسوالۍ کې د شولې کرکیله 

Your browser doesn’t support HTML5

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې له تېرو درې کالونو راهیسې د اوبو کموالي له امله د شولې کرکیله نه کېدله، سږ کال شولې کرل شوي دي. ددغه ولسوالۍ د 'حلقه قول' د کلي کروندګر خیرالله وايي، چې اوس یې شولې کرلي، ځکه چې اوبه زیاتې شوي دي.

هغه زیاتوي، شوله د اوبو زیاتوالي سره ښه حاصل ورکوي او د کروندګرو اقتصاد پرې ښه کېږي. د نوموړي په خبره، شوله په یو جریبه ځمکه ۱۲۰ منه حاصل ورکوي او په بازار کې په ښه بیه خرڅېږي.