په کندز کې د ناکو د معیاري بڼونو د جوړولو غوښتنه

Your browser doesn’t support HTML5

په کندز کې په تېرو څو کلونو کې د ناکو بڼوالي زیاته شوې ده، چې له امله یې کروندګر د ناکو له حاصلاتو خوښ دي. خو ځینې کروندګر په معیاري بڼې د بڼونو جوړولو لپاره د لوړو لګښتونو له کبله اندېښنه لري او وايي چې دا کار ډېرو کروندګرو ته ګران دی.

ددغه ولایت د علی اباد ولسوالۍ یو کروندګر، ګل حمید چې په یو جریب ځمکه کې د یوې مؤسسې په مالي مرسته د ناکونو بڼ جوړ کړی، وايي: "که څه هم د ناکو بڼ په معیاري توګه جوړول ډېر لګښت غواړي، خو ګټه یې د نورو کښتونو په پرتله ډېره ده."

دی زیاتوي، چې د معیاري بڼ جوړولو لګښتونه زیات دي، او ډېری کروندګر یې وس نه لري. ګل حمید له حکومت او مرستندویه مؤسسو څخه غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړي، ترڅو دوی وکولی شي معیاري بڼونه جوړ کړي او خپل اقتصاد پیاوړی کړي.