د بلخ ښار په سړکونو کې هیڅ یو روږدې نه پرېږدو - د بلخ سیمه ییز مقامات

Your browser doesn’t support HTML5

د بلخ په ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د مزارشریف ښار له واټونو او سړکونو څخه یې ۹۵ سلنه په نشه یې توکو روږدې راټول او تداوي کړي دي.

ددې ولایت د نشه يي‌ توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت دا ادعا داسې مهال کوي،‌ چې د یاد مدیریت د معتادینو درملنې په مرکز کې ۹۷۵ تنه روږدې تر درملنې لاندې دي‌.
د بلخ ولایت د نشه يي‌ توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د 'هدف ګیریو' امر، مولوي عزیزالله خادم، د امریکا غږ ته وویل چې دغه مدیریت، په تېر یو کال کې ۱۷۰۰ روږدې راټول کړي، چې له دغې شمېر څخه یې ۵۷۰ تنه وروسته له درملنې خپلو کورنیو ته تسلیم کړي دي. د نوموړي په وینا، اوس مهال د روږدو د درملنې په مرکز کې ۹۷۵ معتادین در درملنې لاندې دي.

د طالبانو دغه سیمه ییز چارواکی وايي د ښار په کوڅو او سړکونو کې هیڅ یو معتاد نه پرېږدي او‌ ټول به د تداوۍ لپاره راټولوي.