په کندهار کې د نباتي افاتو له کبله د ځمکنیو توتانو حاصلات کم شوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې کروندګر وایي، ځمکني توتان چې د کوکنارو یو له ښو بدیلو کښتونو څخه شمېرل کېږي او دوی یې په کرلو کې ښه تجربه تر لاسه کړې، خو سږ کال یې د نباتي افاتو له كبله د حاصلاتو کچه ډېره ټیټه شوې ده.

د محبت الله په نوم ددغه ولایت یو کروندګر وايي، چې پخوا يې پر خپله ځمکه کوکنار کرل، او له هغه راهیسې چې د ځمکنیو توتانو د کښت تجربهیې ترلاسه كړې، له دې کښت څخه يې ښه ګټه اخیستې خو نوموړی وايي چې سږ کال د نباتي افاتو له کبله حاصلات سخت زیانمن شوي دي. محبت الله د حکومت او مرستندویه موسسو څخه د کرنیزو افاتو د مخنيوي لپاره د اغیزمنو درملو غوښتنه کوي.