په بلخ کې په سلګونو کیلو ګرامه نشه یي‌ توکي سوځول شوي

Your browser doesn’t support HTML5

په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي، چې په دغه ولایت کې یې سلګونه کیلو ګرامه نشه يي‌ توکي چې د تیر لمریز کال څخه تر دې مهاله پورې نیول شوي وو، سوځولي دي.

ددغه ولایت امنیه قومندان وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي او په دغه ولایت کې به د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍساتي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ددغه ولایت په دیارلس ولسوالیو کې په ۲۲۶۳ جریبه ځمکه کې د کرلشویو کوکنارو د اړولو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله د ۲۰۲۲ م کال په اپریل کې، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده له خوا د یو فرمان په خپرولو سره منع اعلان شوه. په فرمان کې ویل شوي که هر څوک له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي د کوکنارو کښت به یې له منځه وړل کیږي او خپله به د "شریعت" له مخې مجازات کېږي.