افغان ځوان په انلاین بڼه افغاني جامې پلوري

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور د بورډ په بازار کې ځايي خلک او افغان کډوال د دغو دوکاندارانو په لاس د جوړو شويو کاليو اخیستلو لپاره راځي. هټیوال وايي چې د وخت په تېرېدو سره اوس سوداګري تر ډېره په آنلاین بڼه شوې او دلته ډېر افغان هټیوال د ټولنیزو رسنیو له لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغان لباسونه او جامې پلوري.