د لاس رسي وړ اتصالات

د هوايي ځواکونو له قوماندانۍ د موټر ترمیمولو تر ورکشاپه؛ د نقیب همت د ژوند کیسه


نقیب همت، د افغانستان د هوايي ځواکونو پخوانی افسر
نقیب همت، د افغانستان د هوايي ځواکونو پخوانی افسر

نقیب همت د افغانستان د هوايي ځواکونو په لیکو کې په فاریاب او بدخشان ولایتونو کې قوماندان و، خو اوس د امریکا په مریلنډ ایالت کې د موټرونو د ترمیم ورکشاپ لري.

دا ۳۲ کلن افغان وایي کله چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته امریکا ته راغی او د یو شمیر افغانانو سخت ژوند یې ولید، نو پریکړه یې وکړه چې باید داسې یو کار وکړي څو عاید یې ښه او جنجال یې کم وي.

وايي د موټر جوړلو له کار سره له پخوا اشنا و. "پخوا ما دا کار کړی وو لیکن دلته چې راغلم د کمپیوټري سیستم سره یې بلد نه وم. څه وخت مې کورسونه تعقیب کړل او وروسته ما او زما ملګري عاشق الله په دواړو دغه کاروبار شروع کړ. الحمدالله کار مو ښه دی، پيژندګلوي شته، خلک راځي."

همت وایي په ورکشاپ کې شاوخوا شپږ کسان ورسره کار کوي او ډیری مشتریان یې هم افغانان دي. وایي که هر څوک یو څه وخت خواري وکړي نو کولی شي ځان ته کار و بار جوړ کړي.

همت وویل: "زه هر ملګري ته وایم چې راشئ اول کار زده کړئ او د هغه نه وروسته خپل بزنس شروع کړئ. هغه پیسه چې په خپل بزنس او شخصي کاروبار کې ده په وظیفو کې نشته. هغه چا چې خپل بزنس خلاص کړی او مسلکي وي، د هغوی ژوند د نورو په نسبت ښه دی."

همت په افغانستان کې له پوځ سره تر کار مخکې د موټرونو د ترمیم په یو ورکشاپ کې کار کړی دی. عاشق الله چې په افغانستان کې هم د همت همکار و، وایي تر خواریو وروسته یې خپل کار په پښو درولی.

هغه وویل: "ما او همت دلته ډیره هڅه وکړه، خپل همت مو وکړو. موږ دلته ډیر کار وکړ، ټرینینګ مو وکړ، له هغه وروسته مو لایسنس واخیستلو. اوس الحمدالله خپل بزنس لرو، ورکشاپ لرو."

نقیب همت وایي که هر څوک یو څه وخت خواري وکړي نو کولی شي ځان ته کار و بار جوړ کړي.
نقیب همت وایي که هر څوک یو څه وخت خواري وکړي نو کولی شي ځان ته کار و بار جوړ کړي.

نقیب همت له اوس څخه یوازې درې کاله مخکې د افغانستان په سختو جګړو کې بوخت وو. وایي د نظام ړنګیدل یې هیڅ وخت نه هیریږي. "ما په ټول عمر کې درې ځله ژړلي دي. یو ځل چې ورور مې شهید شو ما ډیر سخت وژړل. دویم ځل چې سقوط وشو ما سخت وژل او دریم ما په شهید ګیله من ډیر وژړل، ډیر مبازر سړی وو. سخته وه تر یو کاله پورې سترس او ډیپریشن راسره وو، نه پوهیدو چې چیرته یو او څه کوو. اهسته اهسته اوس نورمال حالت کې یو."

همت وایي له پوځ او ملګرو څخه جلا کیدل ورته ډیر سخت وو. هغه وویل: "بس ټول داسې وو لکه جسدونه. لار ورکه وه نه پوهیدو چې دا څه حال دی. ځکه موږ هغه خلک وو کله چې به په هیواد کې جنګ و بدبختي‌ به وه، چیرته چې مشکلات وو، موږ به اول هلته ځان رساوه. نو وروسته په موږ داسې حالات راغلل چې زموږ ټول ملګري تیت او پرک شول، موږ هیڅ یو په دې نه پوهیدو چې څه کوو څه نه کوو."

همت د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط عوامل لوی بولي خو په پوځ کې سلیقه یي او منطقوي چلند د پوځ د کمزوری او سقوط یو عمده دلیل بولي.

هغه زیاته کړه: "په دې خو ماشومان هم پوهیدل چې په پوځ کې څه تیریدل. یو لنډ مثال به یې درکړم. زموږ یو ارکان حرب به وو، کلونه کلونه به یې اکاډمي او درسونه ویلي وو، خارج ته به راغلی وو ارکان حربي به یې ویلې وه، باوجود ددې چې هغه به ښه وظیفه اجرا کوله، هغه به یې په کور کښېناوه او د هغه پرځای به یې یو جهادي قومندان راوسته چې هغه به په خپل نوم هم نه پوهیده.

همت وایي د پوځ هغه غړي چې په غربي هیوادونو کې دي، نسبتا ښه ژوند لري خو کوم چې په ایران او پاکستان کې دي، مشکلات یې زیات دي. همت د نړۍ له هیوادونو غواړي چې د پخوانیو پوځیانو د مشکلاتو په هواري‌ مرسته وکړي. د افغان پوځ دغه پخوانی غړی وایي‌ که حالت ښه شي، چمتو دی چې بیرته افغانستان ته ستون شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG