په کندهار کې بزګران وایي حاصلات یې په ټیټه بیه پلورل کېږي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې ځینې کروند ګر وایي چې حاصلات یې په ټېټه بیه پلورل کيږي او خپل کړی لګښت هم نشي پوره کولی. نثاراحمد چې په خپله کرونده کې یې تور بانجان کرلي دي، وایې چې حاصلاتو یي ښه نتیجه ورکړې ده، خو نوموړی د مارکېټ له نشتوالي څخه شکایت کوي.

دی زياتوي چې د کښت د پاللو لپاره یې سختې ستونزې ګالي او کله چې يې حاصل ورسيږي په مارکېټ کې په ټيټه بيه پلورل کيږي. دې وایي د کندهار تور بانجان ښه شهرت لري او په ګرانه بیه خرڅیږي، خو د حکومت له خوا بزګرو ته ملاتړي پروګرامونو پدغه ولایت کې په نشت کې حساب دي.