د ننګرهار کروندګر د کیمیاوي سرو له لوړ قیمت څخه سر ټکوي

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د وریجو یو شمېر کروندګر د کیمیاوي سرو له لوړ قیمت څخه شکایت کوي. د دې ولایت د جلال اباد ښار په اتمه ناحيه کې الف خان، چې په شاوخوا درې جریبه ځمکه کې یې د شولو کر کړی دی وايي،‌ چې تېر کال يې د وریجو حاصلات ډېر ښه وو، خو سږ کال ښايي هغه ډول نه وي.

ځکه چې د بارانونو له امله يې بزغلی خراب شوی و او اوس يې مرضونه کړي دي.

د الف خان په خبره، چې د یو جریب ځمکې ښه خدمت وشي، سرې او درمل ورته په وخت ورسېږي تر ۱۲۰ منو پورې حاصل ورکوي. خو د هغه په خبره، د کیمیاوي سرو د نرخونو لوړوالی به يې حاصلات زیانمن کړي. دی وايي، تر اوسه ورسره هیڅ ادارې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې نه دي کړي او دا ټول له بازاره پېري.