په کرنیزو ځمکو کې د کورونو جوړولو کروندګرو اندېښمن کړي

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې یو زیات شمېر کروندګر په کرنیزو ځمکو کې د کورونو د جوړولو له امله انديښمن دي او وايي، چې د کورونو په جوړولو سره کرنیزې ځمکې مخ په را کمېدو دي او راتلونکې کې به د افغانستان کرنه له ګواښ سره مخ شي.

د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ یو له هغو ولسوالیو څخه ده، چې په زیاته اندازه کرنیزې ځمکې لري او په وروستیو کلونو کې د کورونو ابادۍ پکې ډېرې شوي دي.

یو شمېر کروندګر وايي، کرنیزې ځمکې له یو کال څخه بل ته مخ په ختمېدو دي او لامل يې هم د خلکو له لورې د کورنو جوړول دي.

د میوند په نوم د بهسودو یو کروندګر امریکاغږ ته وویل، چې د دې ولسوالۍ په زیاته اندازه کرنیزو ځمکو کې کورونه جوړ شوي دي. هغه زیاته کړه، که په زراعتي ځمکو کې د کورونو جوړول دوام وکړي، نو نږدې راتلوونکې کې به په یاده ولسوالۍ کې د کرکیلې لپاره هیڅ ځمکه پېدا نه شي.