Pashto Digital Former Poppy Farmer Balkh 07.16.2024 by Sohaib Niazman.mp4

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته په بلخ ولایت کې یو شمېر هغه کروندګرو، چې  مخکې به یې کوکنار کرل، اوس د مرچو کرکیلې ته مخه کړې ده. دا کروندګر وايي مرچ ځکه کري، چې په کرلو یې لږ لګښت کېږي او تر څلورو میاشتو حاصل ورکوي.

ددغه ولایت د بلخ ولسوالۍ یو تن کروندګر اسدالله چې په دوه جریبه ځمکه کې یې مرچ کرلي‌ دي‌،‌ وايي کله چې د کوکنارو پر کرکیلې بندیز ولګیدی، هغه د مرچو کرلو ته مخه کړه چې په خبره یې ښه بازار هم لري.‌