کروندګر د کوکنارو کښت ته زړه نه ښه کوي، خو ګېلې لري. کروندګر

Your browser doesn’t support HTML5

په لغمان کې ځینې کروندګر وايي، چې اوس دوی د کوکنارو کښت ته زړه نه ښه کوي او پرځای یې د سبزيو کرکیلې ته مخه کړې ده. پدغه ولایت کې کروندګر په دې باوري دي، چې کوکنار د ټولنې په زیان دي او سبزي له یوه پلوه حلال او ورسره يې پېر او پلور هم اسانه دی.

د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ د قلعه ټک د سیمې اوسېدونکی عزت الله وايي، په شاو خوا نیم جریب ځمکه باندې يې بانجان کرلي دي، چې اوس حال ته رسېدلي او څو "چینه" يې ترې ټول کړي دي.

نوموړی وايي، اوس مهال هیڅ کروندګر د کوکنارو کښت ته زړه نه ښه کوي، خو هغه ګیله من دی چې د سبزیو د حاصلاتو د پلور پرمهال يې بازار نه وي.

هغه وايي، کله يې جلال اباد ښار او کله يې کابل او نورو بازارونو ته په دې موخه لېږدوي تر څو یو افغانۍ ګټه پکې ترلاسه کړي.

دی وايي، که سړي خونې او ورسره له نورو هېوادونو څخه د سبزیو د را واردولو مخنیوی وشي، نو په کور دننه به کروندګر کال تر کاله په خپل اقتصاد ودرېږي.

عزت الله غوښتنه کوي، چې د کرنې ریاست او په دغه برخه کې اړونده نورې مرستندویه ادارې دې ورسره د اصلاح شویو تخمونو او همد راز کیمیاوي سرو په برخه کې مرستې وکړي.