کروندګر وايي خپلې ځمکې د اوبو د کموالي له امله سمې نشې خړوبولی

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته، د بلخ ولایت ‌په لیرې پرتو سیمو کې یو شمیر هغه کروندګر چې پخوا به یې په خپلو کروندو کې کوکنار کرل، اوسمهال د پلاستیک لاندې د هندواڼو کرلو ته مخه کړې ده.

د بلخ ولسوالۍ د حسن خیلو د کلي یو تن کروندګر روح الله وايي چې د پلاستیک لاندې یې ځکه هندواڼې کرلي دي، چې لږو اوبو ته اړتیا لري او هم وکولای شي د کوکنارو په اندازه ګټه ترې لاسته راوړي.