په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري کمه شوې - سوداګر

Your browser doesn’t support HTML5

سوداګر وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرابو اړیکو او د سوداګرۍ د خرابې تګلارې له امله سږ کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه کمه شوې ده. د پاکستان له خوا د بېلابېلو توکو پر صادراتو بندیز، د پولو تړل او د مالیاتو زیاتوالی هغه عوامل بلل شوي چې سوداګرۍ ته یې زیان رسولی دی.