نیوزلنډ کې د ښځو د فوټبال نړیوال جام تر پيلېدو لږ مخکې یو وسله وال دوه تنه ووژل

تصویر: ارشیف

په نیوزلنډ کې چارواکو د پنجشنبې په سهار جولاۍ ۲۰ (سرطان ۲۹) وویل چې یو وسله وال د اوکلنډ په ښار کې په یوې ودانۍ کې دوه تنه ووژل او لږ تر لږه پنځه تنه نور یې ژوبل کړل.

دا برید داسې مهال شوی دی چې د نیوزلنډ په دغه لوی ښار کې نن د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالۍ پيلېږي او د امریکا د ښځو د فوټبال لوبډلو په ګډون ځینې لوبډلې وار دمخه دغه ښار ته رسېدلې دي.

ویل کېږي چې لوبغاړې خوندي دي.

د نیوزلنډ صدراعظم کریس هیپکنز وویل چې بریدګر هم د پېښې په ځای کې وژل شوی او د ملي امنیت کوم ګواښ موجود نه دی.

لا د برید انګیزه معلومه نه ده او نه هم ویل شوي چې بریدګر څنګه ووژل شو.

د نیوزلنډ چارواکو د فوټبال د نړیوال فدراسیون له مقاماتو سره غږېدلي او وايي چې دا سیالۍ به د پلان په اساس مخې ته ځي.

په زخمیانو کې یو پولیس هم شامل دی او روغتون ته انتقال کړل شوی دي. مقامات وايي صحت یې ښه دی.

نیوزلنډ او استرالیا د ښځو د فوټبال کوربانه دي چې ټولې سیالۍ به یې یوه میاشت روانې وي.

فرانس پرس اژانس وايي چې صدراعظم کریس هیپکنس وویل: «د اوکلنډ خلک او نړیوال چې دا لوبې ګوري، ډاډه کېدای شي پولیسو ګواښ خنثی کړی او د دغې پېښې په تړاو د کوم بل کس لټون نکوي. د مقاماتو ارزونه دا ده چې د ملي امنیت کوم خطر نشته او د نیوزلنډ د ملي امنیت د خطر کچه بدله شوې نه ده.»

نوموړي وویل چې د نیوزلنډ د خلکو او نورو سیلانیانو امنیت او خوندیتوب یې لومړیتوب دی او لوبې به د پلان په اساس مخې ته ځي.

په نیوزلنډ کې دا ډول وسله وال بریدونه او پېښې کمسارې بلل کېږي.

په ۲۰۱۹کال کې د نیوزلنډ د کریسچرچ په جومات کې له وسله وال برید وروسته، چې ۵۱ تنه په کې ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول، په دغه هېواد کې د وسلو په اړه پراخ قانون نافذ شول.