په سویلي ولایتونو کې د پستې باغونه د کوکنارو ښه بدیل کیدی شي - کروندګر 

Your browser doesn’t support HTML5

په جنوبي ولایتونو په خاص ډول کندهار کې د پستو نوي باغونه د پراختیا په حال کې دي او یو شمیر کروندګر وايي چې د پستو باغونو ښه نتیجه ورکړې ده او د کوکنارو له بدیلونو ګڼل کیږي.  

په جنوبي ولایتونو په خاص ډول کندهار کې د پستو نوي باغونه د پراختیا په حال کې دي او یو شمیر کروندګر وايي چې د پستو باغونو ښه نتیجه ورکړې ده او د کوکنارو له بدیلونو ګڼل کیږي.

محمد ابراهیم له تيرو څلورو کالو راهیسې د پستې د یو نوي باغ پالنه کوي.

دی زیاته وي چې د پستې نوې ونې په پيل کې اته کیلو حاصل ور کوي چې وروسته دا کچه زیاتیږي.

محمد ابراهیم وویل: زه له تیرو څلور کالو راهیسې د دې پاغ پالنه کوم له پيوند څخه یې رانیولې تر بلي هري برخي پوري يې ما ښه تجربه تر لاسه کړې له درې څخه تر ۸ کېلو پوري نوې ونه حاصل ور کوي چې په پالنه پوري یې دا اړه لري تر نشه يې توکو يې ګټه څو برابره زیاته ده او بل دا حلال کښت دی چې ټولنې ته يې هم ګټه رسیږي.

د پستو باغونه په لومړي ځل نهه کاله وړاندي په کندهار کې جوړ شول چې اوس یې لړۍ د جنوب نورو ولایتونو ته هم غځيدلې ده.

د پستو باغ لرونکي وايې چې د جنوبي ولایتونو اقلیم د پستې د ونو لپاره برابر دی ځکه خو زیات حاصل هم ور کوي.

دغه راز د زراعت ماهرین وايې چې د پستې ونه آن تر یوې پېړي پوري ژوندۍ پاته کیږي چي حاصل يې هم کال پر کال زیاتیږي.