د کندوز کروندګر د اقتصادي کمزورتیا او د مرستو له نشتون نه سرتکوي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندوز کې یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال د تیرو کلونو په پرتله بزګران له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او فصلونه یې هم یخنۍ وهلي دي. 

په کندوز کې یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال د تیرو کلونو په پرتله بزګران له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او فصلونه یې هم یخنۍ وهلي دي.

د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې هغو کروندګر چې په خپلو ځمکو کې کچالو کرلي وايي، د نورو کښتونو په پرتله پخوا کچالو ډېره ګټه کوله خو د تېر ژمي د سړې هوا له امله ددوی کښتونه زیانمن شوي دي.

د چهاردرې ولسوالۍ د حاجي یعقوب بای کلي یو تن کروندګر اسدالله په لس جریبه ځمکه کې الوګان کرلي دي وايي سږ کال په ژمي کې هوا په بېسارې توګه سړه شوې وه.

کروندګر اسدالله امریکا غږ ته وویل: "مخکې به مونږ دغه الوګان کرل. حاصلات به یې ښه و او نورو کښتونو په پرتله به یې ګټه هم یو په دوه او درې زیاته وه خو اوس هیڅ هم نشته ځکه یخ ووهل او مصرف ته یې چې وګورې یو من الوګان مو په ۱۵۰ پنځوس افغانۍ واخیستل او همداشان د کیمیاوې سره په ۴۴۰۰ افغانۍ ده او تراکتور هم قلبه یو ساعت په ۱۶۰۰ افغانۍ کوي. سږ کال د دهقانانو اقتصاد بیخي ضعیف دی".

کروندګر اسدالله شکایت کوي، چې د اوسني حکومت له لوري هیڅ راز مرسته ورسره نده شوې هغه وايي دولت دې له زیانمن شوو کروندګر سره د پروسېس شوو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته وکړي ترڅو اقتصاد یې ښه شي.