کندوز کې د پلاستیک لاندې د هندواڼو کرکیله  

Your browser doesn’t support HTML5

د کندوز په ځینو سیمو په تیره بیا ددې ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې اوس ډیری کروندګر د ژمي په موسم کې د پلاستیکونو لاندې هندواڼې کري. پدغه توګه هندواڼې هم له سړې هوا خوندي وي او هم  په وخت حاصل ته رسېږي.  

د کندوز په ځینو سیمو په تیره بیا ددې ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې اوس ډیری کروندګر د ژمي په موسم کې د پلاستیکونو لاندې هندواڼې کري. پدغه توګه هندواڼې هم له سړې هوا خوندي وي او هم په وخت حاصل ته رسېږي.

د چهاردرې ولسوالۍ د چاري اباد کلي اوسېدونکی ګل میر یو له هغو کرندګرو څخه دی چې د پلاستیک لاندې هندواڼې یې کرلي دي.

دی وايي په دې توګه کولای شي چې د حوت په میاشت کې هندواڼې وکري او له سړې هوا څخه خوندي وساتل شي.

ګل میر امریکا غږ ته وویل: "دا هندواڼې مونږ د حوت په پنځلسمه کرلي دي. دا مو د پلاستیک لاندې کرلي دي چې له یخ نه یې ساتي".

د ګل میر په وینا د پلاستیک لاندې د هندواڼو له یوې خوا لږې اوبو ته اړتیا لري او همداشان په یوه جریب ځمکه کې تر ۱۵۰۰ منه پورې هندواڼې حاصل ورکوي.

هغه ووویل: "ددې فرق دا دی چې له یوې خوا اوبه نه ضایع کېږي او بل حاصل زیات ورکوي دا په یوه جریب کې ۱۵۰۰ منه حاصل ورکوي او ددې لپاره هم پلاستیک لاندې کرو چې وخته حاصل ورکړي او بیعه یې هم ښه وي".

دغه کروندګر وايي دولت دې ددوی حاصلاتو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي چې حاصلات یې خراب نه شي او زیاتوي چې بهرنیو هېوادونو کې دې ددوی حاصلاتو ته بازار جوړ کړي.

په کندوز کې له تېرو څو کالو راهیسې کروندګر ددې لپاره چې ډېر حاصل ترلاسه کړي د پلاستیک لاندې او یا هم په شنو خونو کې میوو او سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده.